Book Name:Muasharti Zindagi Ke Aadab
* پۀ سوشل ميډيا وغيره باندې پۀ فضولياتو کښې پۀ اخته کيدو * پۀ فيس بُک باندې پۀ فضول سکرولنګ کولو * د بے فائدې پوسټونو پۀ کتلو، د غير ضروري بلکې د ګناهونو نه پۀ ډکو ويډيوګانو کتلو * د ډيرو خبرنامو پۀ اوريدو نۀ بلکې د روژه ماتي پۀ وخت پۀ خوراک کولو د الله د ذِکر نه پۀ محرومه پاتې کيدو باندې به هغوئي څومره خفه کيدل۔ بل اړخ ته زمونږه حال بے حاله دے، زمونږه ډيرې ګينټې پۀ فضولياتو کښې بلکې د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې تيريږي او زمونږ سره د دې هډو فِکر نۀ وي، زمونږ سره هډو اِحساس نۀ وي چې مونږ خپله څومره قيمتي سرمايه ضائع کوو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه دا قيمتي ساعتونه بے بها ملغلري دي، لهذا د دې قدر اوکړئ! علامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عالمِ دِين تير شوے دے، يو ځل هغوئي خپل ځوي ته پۀ نصيحت کولو وفرمائيل: ځويه! پوهه شه چې دا ورځ د ګړو مجموعه ده او ګړۍ د ساه ګانو مجموعه ده، لهذا هره ساه يوه قيمتي خزانه ده، ځويه۔۔۔!! د دې نه ځان ساته چې ستا دا ساه بے فائدې تيره نۀ شي، ګنې د قيامت پۀ ورځ باندې به ستا خزانه خالي وي او تۀ به شرميدلے پاتې شې۔ ([1])
وَالْوَقْتُ اَنْفَسُ مَا عُنِيتَ بِحِفْظِهٖ وَاَرَاهُ اَسْهَلَ مَا عَلَيْك يَضِيعُ([2])
مفهوم: يعنې وخت ډير قيمتي څيز دے د کوم د حفاظت چي تۀ پابند کړے شوے يـې خو زۀ وينم چې هم دغه څيز ستا سره د ټولو نه پۀ اسانه ضائع کيږي۔
د بيان خُلاصه دا ده چې د قيامت پۀ ورځ به خلق هم دوه قِسمه وي: