Book Name:Muasharti Zindagi Ke Aadab
فرمائيلي دي: اَلسَّعَادَةُ كُلُّ السَّعَادَةِ طُولُ الْعُمُرِ فِیْ طَاعَۃِاللہِ يعنې د ټولو نه مکمل سعادت دا دے چې د اِنسان عمر ډير وي او هغه، هغه د الله پاک پۀ فرمانبردارۍ کښې تير کړي۔ ([1])
يعنې د اِنسان سره وخت زيات وي او هغه يو ساعت هم ضائع نۀ کړي بلکې خپل وخت پۀ نيکو کښې تيروي، داسې کَس ډير سعادت مند دے، ځکه چې دے به پۀ ډيرو نيکو ګټلو کښې کامياب شي۔ مونږ له پکار دي چې مونږ د وخت قدر کول زده کړو۔ اوس د رَمَضَانُ المُبَارَک بختور ساعتونه دي، دا ميلمنه مياشت ده، پۀ راتلونکې کال کښې به مونږ پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې يو او که نۀ به يو، د دې زمونږ سره هيڅ ګارنټي نشته، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ سعادت مند جوړ شو او د دې مبارکو ساعتونو قدر اوکړو، د زياتو نه زيات وخت پۀ نيکو کښې د تيرولو کوشش اوکړو۔
زمونږ د دِين بزرګانو به د وخت پۀ کوم انداز کښې قدر کولو، واورئ! حضرت عثمان بَاقِلَّاوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د الله ذکر ډير زيات کولو، هغوئي فرمائي: د روژه ماتي وخت پۀ ما باندي ډير دروند وي، ما ته داسې ښکاري لکه چې اوس به مې رُوح د تن نه جُدا شي۔ (هغوئي ته به داسې ولې ښکاريدله، لږ پۀ توجه سره واورئ! فرمائي) چي روژه ماتے خو هُم کول وي، لهذا څۀ نا څۀ خوړل پکار وي او پۀ دغه وخت کښې زۀ د الله د ذِکر نه محرومه پاتې کيږم۔ ([2])
اَللہُ اَکْبَر! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! اندازه ولګوئ چې دا نيکان خلق به د وخت څومره قدردان وو، يو څو ساعتونه * پۀ فضولياتو کښې نۀ * د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې نۀ * پۀ کرکټ کولو * پۀ کوڅو پۀ بازارونو کښې پۀ ګرځيدو * پۀ موبائل اِستعمالولو