Book Name:Muasharti Zindagi Ke Aadab
گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہو گی
ہائے! میں نارِ جہنّم میں جلوں گا یارَبّ!
عَفْو کر اور سدا کے لئے راضِی ہو جا
گر کرم کر دے تو جنّت میں رہوں گا یارَبّ!([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اوس لا موقع شته ، رَمَضَانُ المُبَارَک يو ځل بيا تشريف راوړے دے، که پۀ ژوند کښې چرته د رَمَضَانُ المُبَارَک نا قدري شوې وي، بے ادبي شوې وي نو هم نن توبه وکړئ او پوخ نيت اوکړئ چې * د دې رَمَضَانُ المُبَارَک به ښه ډير قدر کوو * د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې د بے ادبۍ نه به ځان بچ ساتو* ټولې روژې به نيسو * پينځه واړه نـمونځونه به د جَمعې سره ادا کوو * ښه ډير تِلاوت به کوو * پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به د ګناهونو نه د بچ کيدو پوره کوشش کوو * غيبت به هم نۀ کوو * چغلي به هم نۀ کوو * نورو ته به تکليف هم نۀ رسوو * بس ټوله د روژې مياشت به پۀ نيکو کښې * پۀ عبادت او رياضت کښې * پۀ عاجزۍ سره پۀ توبه او اِستغفار کولو تيروو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سعادت مندۍ دريمه نخښه د وخت قدر کول دي۔ يعنې کوم اِنسان چې سعادت مند وي، هغه خپل وخت پۀ فضولياتو کښې، د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې نۀ ضائع کوي بلکې د خپل وخت قدر کوي او د خپل هر راتلونکي ساعت د تير وخت نه د بهتر کولو کوشش کوي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم