Mah e Ramazan Aur Faizan e Muhabbat e Ilahi

Book Name:Mah e Ramazan Aur Faizan e Muhabbat e Ilahi

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زُلفان مُبارک به کله د غوږونو مبارکو د نيمې پورې * کله به د غوږونو مبارکو د آخرئ حصې پورې او * بعضې وخت به چې غټ شول نو د اوګو مبارکو يعني د اوګو مبارکو سره به يـې لګيدل * مونږ له پکار دي چې موقع پۀ موقع درې واړه سُنَّت ادا کړو، يعني کله د غوږونو د نيمې پورې، نو کله د دواړو غوږونو پورې او کله تر اوګو پورې ويښتۀ وساتو * بعضې خلق [پۀ ويښتو کښې] نيغه يا اُلټا لاره [يعنې کرښه] اوباسي دا د سُنَّت خلاف کار دے * سُنَّت دا دي چې که چرې پۀ سر باندې ويښته وي نو پۀ مينځ کښې دې لاره [يعنې کرښه] ويستلے شي * د نارينه سره اختيار دے چې د سر ټول ويښتۀ وخَرَئي يا يـې غټ کړي او پۀ مينځ کښې يـې لاره [يعنې کرښه] اوباسي * حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ سر مبارک اکثر تيل لګول [يعنې ويښته به يـې غوَړَوَل] او ګيره مبارکه به يـې اکثر ګمنځوله او اکثر به يـې پۀ سَر مُبارک باندې کپړه کيښودله [يعنې سر مُبارک به يـې پټولو] تر دې پورې چې کپړه به پۀ تيلو لـمده شوه۔ ([1])

تیل کی بُوندیں ٹپکتی نہیں بالوں سے رضا    صبحِ عارِض پہ لُٹاتے ہیں ستارے گیسو

وضاحت: اے رضا! د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو زلفو نه چې د تيلو کوم څاڅکي کيږي، ما ته خو دا ننداره داسې لګي لکه څنګه چې د ستورو ډکه شپه د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې، پۀ رُخِ وَالضُّحٰی باندې ستوري نولي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                           صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب ، صفحہ:41 تا 43 ملتقطاً۔