Book Name:Darhi Rakhna
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل دږيرې د پريښودو پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او د تيلو لګولو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: تاسو پۀ ما باندې دُرُود لولئ بے شکه دا ستاسو د پاره پاکي ده۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله عطا کړې ده د پاره د دې چې مونږ د دې سوالونو پۀ ذريعه د خپلو اعمالو جائزه واخلو او د زياتو نه زياتې نيکۍ اوکړو او د ګناهونو نه بچ شو۔ نن به مونږ اِسلامي وروڼو ته د عطا کړے شوو د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 27 پۀ باره کښې زده کوو۔
نيک عمل نمبر: 27 يو موټے ږيره پريښودل واجِب دي۔ آيا نن تاسو خُدائے دې نۀ کړي