Book Name:4 Buraiyon Ke Nishandahi
پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد شوي دي: د چا پۀ زړۀ کښې چې د ووري د دانې همره (يعنې معمولې شان) هم تکبر وي هغه به جَنَّت ته نۀ داخليږي۔ ([1])
حضرت مُطَرِّف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د يو لښکر سالار مُهلَّب پۀ غرور سره پۀ تللو وليدو نو اوئې فرمائيل: اے د الله بنده! د الله او د هغۀ د رسول دا تګ خوښ نۀ دے۔ هغه پۀ جواب کښې ووئيل: آيا تۀ ما نۀ پيژنې چې زۀ څوک يم! اوئې فرمائيل: ولې نه، زۀ تا ډير ښه پيژنم، ستا شروع د يو نا پاک څاڅکي نه وشوه، پۀ انجام کښې به تۀ بد بوداره مړے شې، د دې دواړو حالتونو ترمينځه تۀ پۀ خِيټه کښې ګند ګرځوې۔ پۀ دې اوريدو مُهلَّب وشرميدو او روان شو۔ ([2])
پۀ يو حديث شريف کښې دي: د هر يو اِنسان پۀ سر کښې يوه واګې وي کومه چې د يوې فرښتے پۀ لاس کښې وي، کله چې اِنسان عاجزي کوي نو د هٰغه واګو پۀ ذريعه هغۀ ته اوچت والے عطا کولے شي او فرښته وائي: اوچت شه! الله پاک دې تا ته اوچت والے درعطا کړي۔ که هغه خپل ځان پۀ (تکبر سره) هُم پخپله اوچتوي نو هٰغه فرښته هغه د زمکې طرف ښکته کوي او وائي: ښکته شه! الله پاک دې تا ښکته کړي۔ ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې تکبر اِنسان بربادونکې بيماري ده۔ ځکه مونږ له پکار دي چې د دې خراب مرض نه ځان بچ وساتو۔