Book Name:4 Buraiyon Ke Nishandahi
(يعنې د نفساني خواهش) زيات وي * پۀ کونتره کښې بد خاصيت دا دے چې دا پۀ خپل اوچت الوتلو باندي ډير تکبر کوي ۔
علمائے کرامو ليکلي دي: که يو اِنسان دا څلور واړه عادتونه ذبح کړي يعنې * د خپل ځان نه غرور بالکل ختم کړي * د نفس پۀ خواهشاتو باندې قابو ومومي * د دُنيا لالچ د زړۀ نه اوباسي * که د عهدې او د منصب خواهش پۀ زړۀ کښې وي نو هغه ختم کړياِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغه به اوچتې درجې نصيب شي او زړۀ به يـې د عِرفان د نُور نه ډک شي۔ ([1])
د بده قسمته اوس دا څلور واړه بد خاصيتونه عام شوي دي۔ فخر، غرور، تکبر، لالچ عام دے، مثلاً * تا ته پته ده چې زۀ څوک يم؟ پۀ داسي وئيلو سره مخامخ کَس سپک ګڼلے کيږي * که درې څلور روپۍ جيب ته راشي نو غريب پرې بد لګيدل شروع شي * که څوک د وړې طبقې والا د ځان خوا کښې پۀ ناسته وويني نو بد پرې لګي * دغه شان د لالچ دا حال دے چې د يو څو روپو د پاره خلق پۀ ناپ تول کښې کمے کوي، پۀ اخستو او خرڅولو کښې د ټګۍ برګۍ نه کار اخلي، غلا ډاکه عامه ده، د حِرص او لالچ پۀ وجه د سود لين دين هم کيږي، دوکې هم کيږي، د دې حرص پۀ وجه نـمونځونه هم قضا کولے شي * حُبِّ جاه يعنې د شهرت او د منصب د خواهش دا حال دے چې خلق د يو څو زرو ويوز زياتولو د پاره، د نايابې سيلفۍ اخستو پۀ تکل کښې خپل ځان هم د خطرې سره مخ کوي، ماشومان دي که بوډاګان بلکې اوس خو د کورونو زنانؤ هم ريلز (Reels) وغيره جوړول شروع کړي دي۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي، د معاشرې چې کوم حالت روان دے، بس هم دا دُعا کولے شو چې:
اے خاصۂ خاصانِ رُسُل وقتِ دُعا ہے
اُمّت پہ تری آ کے عجب وقت پڑا ہے