Book Name:4 Buraiyon Ke Nishandahi
روايت دے: چي حضرت اِبراهيم خَليلُ الله عَلَیْهِ السَّلَام د سمندر پۀ غاړه باندې يو مړے وليدلو۔ حالت يـې دا وو چې کله به اوبۀ راتللې نو هٰغه وخت به مهيان راتلل او هٰغه مړے به يـې خوړلو، چې اوبۀ به واپس لاړې نو ځناورو به هٰغه مړے خوړلو او کله چې به ځناورو وخوړو هغه به لاړل نو مرغو به پۀ ټونګو ټونګو خوړلو۔ پۀ دې منظر ليدو حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو: اے الله! بے شکه تۀ قادِر يـې او زما يقين دے چې تۀ به د مرګ نه پس بيا ژوندي کول کوې خو زما تجسس دے چې کاش! زۀ دا منظر پۀ خپلو سترګو وليدے شم چې تۀ به د قيامت پۀ ورځ دا اِنسان څنګه راجمع کوې، د کوم د وجود چې څۀ حصې * د مهيانو پۀ خِيټو کښې * څۀ د ځناورو پۀ خِيټو کښې * او څۀ د مرغو ججورو ته لاړې۔ الله پاک حکم اوکړو: اے اِبراهيمه! تۀ 4 مرغۍ وساته او هغه د ځان سره ښه عادت کړه، کله چې ښه عادت شي نو هغه ذبح کړه، د ذبح کولو نه پس د هغوئي سرونه د ځان سره کيږده او د غوښې نه يـې قيمه جوړه کړه او هغه پۀ ګير چاپيره مختلفو غرونو باندې لږه لږه کيږده او رازه ترې او بيا هغوئي ته اواز اوکړه بيا به مونږ تا ته د خپل قدرت کرشمه دروښايو۔
حضرتِ ابراهیم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ حُکم باندې 4 مرغۍ (1): طاوس (2): بانګي (3):کونتره (4): او ټپوس وساتل۔ کله چې ورسره ښه عادت شو نو هغوئي دا څلور واړه ذبح کړل او د هغوئي سرونه يـې د خپل ځان سره کړل او د غوښې نه يـې د قيمې جوړولو نه پس پۀ مختلفو غرونو باندې لږه لږه کيښودله۔ د دې نه پس حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي ته اوازونه شروع کړل: یَا اَیُّہَا الدِّیْک يعنې اے بانګي! یَا اَیَّتُہَا الْحَمَامَۃ يعنې اے کونترې! یَا اَیُّہَا النَّسْر يعنې اے ټپوسه! یَا اَیُّہَا الطَّاؤُس يعنې اے طاوسه! د هغوئي د رابللو سره