Book Name:4 Buraiyon Ke Nishandahi
حلالو او حرامو کښې فرق نۀ کوي، يعنې دې درجې ته پۀ راتلو د مال محبت د حِرص پۀ ځائے پۀ هَوس کښې بدليږي، بيا اِنسان غواړي چې بس مال راشي، د هغې د پاره د سود لين دين شروع کړي، رشوت هم اخلي، پۀ ناپ تول کښې کمے هم کوي، نورو له دوکه هم ورکوي، غرض دا چې د هغۀ بس مال پکار وي، که د حرامې ذريعې نه راځي او که د حلالې ذريعې نه، پۀ دې د هغۀ هيڅ پروا نۀ وي۔ پۀ زړۀ کښې چې د مال محبت دومره زيات شي نو دې ته شُح وئيلے شي۔ ([1])
د شُح نه ځان ساتئ ولې چې دې مخکښيني خلق هلاک کړل
د صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د شُح (يعنې د مال د ډير محبت) نه بچ اوسئ! بے شکه ستاسو نه مخکښني خلق دې هلاک کړل * شُح (يعنې د مال ډير محبت) هغوئي پۀ رشتو ماتولو راپارول نو هغوئي رشتې پريښودې * دې هغوئي پۀ کنجوسۍ راپارول نو هغوئي کنجوسي اوکړه * د مال ډير محبت هغوئي پۀ ګناهونو باندې راپارول نو هغوئي د ګناهونو ډنډې ته پريوتول۔ ([2]) د مُسلم شريف پۀ روايت کښې دي: شُح (يعنې د مال ډير محبت) ستاسو نه مخکښيني پۀ قتلونو باندې راپارول هغوئي قتلونه اوکړل او حرام يـې حلال ګرځول شروع کړل۔ ([3])
د مال جمع کوونکي او په شمار ساتونکي مذمت
پۀ 30 سيپارهِ سورۀ هُمَزَه، آيت: 2 نه 9 پورې الله پاک اِرشاد فرمائي: