Book Name:Quran Kareem Samajh Kar Parhna
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د قرآنِ کريم سره د پوهیدلو لوستلو پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او عِلم کښې د زياتوالي د پاره دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
قرآنِ کريم سره د پوهیدلو لوستل
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چي پۀ ما باندې يو ځل درود پاک ولولي الله پاک پۀ هغۀ باندې لس رحمتونه نازلوي ،لس ګناهونه يـې معاف کوي او لس درجې يـې اوچتوي ۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک پۀ فضل سره اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د خپلې اِصلاح د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله راعطا کړې ده د پاره د دې چې مسلمانان د دې سوالونو پۀ ذريعه د خپلو اعمالو جائزه واخلي او خپل اخرت ښۀ کړے شي۔ نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 6 پۀ باره کښې زدکړه کوو۔
[1]... نسائی ،کتاب السہو،باب الفضل فی الصلاۃ علی النبی صلی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم،صفحہ:222،حدیث:1294۔