Book Name:Gunahon Ke Nahusaten
پۀ دغه جنتونو کښې دوه قِسمه ميوې دي، بعضې داسې دي د کومو پۀ شان ميوې چې پۀ دُنيا کښې هم ليدلے کيږي او بعضې داسې ناشنا دي کومې چې چا هم نۀ دي ليدلې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! داسې بے مثاله جنَّتونه دي، د چا د پاره؟ څوک چې د الله پاک نه ويريږي او د ويرې نه ګناه پريږدي۔
مِرے اَشک بہتے رہیں کاش ہر دم ترے خوف سے یاخدا یاالٰہی!
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی!
گناہوں نے میری کمر توڑ ڈالی مِرا حشْر میں ہو گا کیا یاالٰہی!([2])
د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خلافت د وخت خبره ده، يو ځوان ډير تقویٰ دار او پرهيزګاره وو۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې به هم د هغوئي عبادت وليدلو نو حيرانيدلو به۔ هٰغه ځوان چې به کله د ماسخوتن نـمونځ اوکړو او کور ته به تللو نو پۀ لاره کښې به يوې ښکلې زنانه هغه د ځان طرف ته رابللو خو هٰغه د نيک طبيعت والا ځوان به د هغې طرف ته بالکل هډو پام نۀ کولو، نظر به يـې ښکته ساتلو او تيريدلو به۔ يوه ورځ چې کله هغه تيريدلو، زنانه هغه خپل طرف ته راوبللو نو هٰغه ځوان هم هٰغه طرف ته مائل شو خو څنګه چې هٰغې زنانه ته ورنزدې شو نو هغۀ ته د الله پاک دا فرمان ورياد شو: