Book Name:Gunahon Ke Nahusaten
نۀ به يـې پريږدي او نۀ به د هغې د معافۍ ذريعه جوړيږي۔ ([1])
حضرت عوّام بن حَوشَب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګناه کيدو نه پس 4 بدۍ داسې دي کومې چې د ګناه نه هم ډيرې بدې دي: (1): اِستِصغَار (یعنې ګناه معمولي ګڼل) (2): اِغتِرَار (غافِله کيدل) (3): اِستِبشَار (یعنې خوشحاليدل، د الله پاک پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ نه نۀ ويريدل) (4): اِصرَار (یعنې پۀ ګناه باندې کلک ودريدل، توبه نۀ کول)۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ګناه کيدل د اِنسان فطرت دے يعنې زمونږ پۀ شان د عامو انسانانو نه ګناهونه کيږي خو مونږ له د دې څلورو بدو نه هُم بچ کيدل پکار دي * چې ګناه وشي نو هغه معمولي نۀ ګڼو، دا نۀ وايو چې هيڅ نۀ دي شوي، وړه شان غلطي شوې ده کنه، الله پاک رحمان دے، وه به يـې بخښي۔ دا ډيره لويه ناداني ده۔ شوي دي، ډير څۀ شوي دي، الله پاک کوم چې جبّار او قهار دے، د هغۀ نافرماني شوې ده، آيا دا معمولي خبره ده۔۔۔؟ نا، هيڅکله هم نا۔ دا معمولي خبره نۀ ده، ډيره غټه خبره ده * پۀ ګناه باندې غرور نۀ کوو * چې ګناه شوې ده نو بيا پۀ هغې باندې نۀ خوشحاليږو، ويريږو، آه! زما نه ګناه شوې ده، هۍ! هۍ! زۀ به د رَبِّ کريم حُضُور ته څنګه ځم، څۀ جواب به ورکووم، دا سوچ اوکړئ او ويريږئ، د قبر او د حشر تصور شروع کړئ او پريشانه شئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا