Book Name:Gunahon Ke Nahusaten
زمونږه يوه لويه مسئله ده چې پۀ ګناهونو کولو کولو مو زړۀ زنګ شوے دے، اوس زمونږ سره د ګناهونو د سختۍ احساس نۀ وي، هډو دا احساس راسره نۀ وي چې زۀ د چا نافرماني کووم۔ ياد ساتئ چې د زړۀ دا حالت د ډيرې غټې خطرې نخښه ده۔ پۀ حديث شريف کښې دي:
اِنَّ الْمُؤْمِنَ
یَرٰی ذُنُوْبَہٗ
کَاَنَّہٗ
قَاعِدٌ
تَحْتَ
جَبَلٍ
یَخَافُ اَنْ
یَّقَعَ
عَلَیْہِ
وَاِنَّ
الْفَاجِرَ یَرَی
ذُنُوْبَہٗ کَذُبَابٍ
مَرَّعَلٰی
اَنْفِہٖ
ترجمه: مؤمِن خپلو ګناهونو ته داسې ګوري لکه چې هغه د يو غر لاندې ناست دے او ويريږي چې هسې نۀ هٰغه غر پۀ هغۀ باندې را وه نۀ غورځيږي او منافق خپلې ګناه ته داسې ګوري، لکه چې يو مچ دے کوم چې د هغۀ پۀ پوزه باندې تير شو۔ ([1])
علمائے کرام فرمائي: د بنده نه چې کله ګناه وشي او هغه هغه معمولي اونۀ ګڼي، ډيره لويه ګناه يـې وګڼي او د الله پاک نه ويريږي نو داسې ګناه د رَبّ پۀ حُضُور کښې وړه ده (يعنې د هغۀ د دې ويرې پۀ وجه هٰغه ګناه بخښلے کيږي) او که بنده ګناه اوکړي، بيا هغه معمولي وګڼي نو هٰغه ګناه ډيره لويه ده ځکه چې پۀ هغې باندې به نۀ هغه پښيمانه کيږي،