Gunahon Ke Nahusaten

Book Name:Gunahon Ke Nahusaten

وشوه۔ هغه چې کله پۀ نادانۍ کښې ګناه اوکړه نو هغه ډير پښيمانه شو (د رَبّ پۀ حُضُور کښې ورته حاضريدل ورياد شو، بيا څۀ وو) هغه نا قلاره شو او اخوا ديخوا يـې منډې شروع کړې، د الله پاک د رحمت د هغۀ دا نا قلاري خوښه شوه۔ نو رَبِّ رحمان د هغۀ دا پښيماني قبوله کړه او هغه ته يـې د ولايت ډيره اعلیٰ درجه صِدِّيقيت ورعطا کړه۔ ([1])

د يو قصاب توبه

شيخ ابو بکر بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو قَصاب (غوښه خرڅوونکے) د خپل ګاؤنډي پۀ خادِمه باندې عاشق وو۔ يوه ورځ هٰغه خادِمه د څۀ کار د پاره بل کلي ته روانه وه، قصاب موقع غنيمت وګڼله او پۀ هغې پسې روان شو۔ کله چې قصاب ور ورسيدو خادمې ووئيل: اے ځوانه ! زما زړۀ هم ستا طرف ته مائله دے خو زۀ د خپل رَبِّ کريم نه ويريږم۔ کله چې قصاب دا واوريدل نو اوئې وئيل: چې تۀ د الله پاک نه ويريږې نو آيا ماله د هٰغه پاک ذات نه ويريدل نۀ دې پکار؟ پۀ دې وئيلو هغۀ توبه کړه او د هٰغه ځائے نه واپس شو۔ پۀ لاره کښې هغه ډير تږے شو۔ اتفاقي توګه د هغۀ ملاقات د يو کَس سره وشو کوم چې د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام قاصِد (يعنې پيغام وړونکے) وو۔ هٰغه نارينه قاصِد ترينه پوښتنه اوکړه: اے ځوانه ! څۀ حال دے؟ قصاب ووئيل: ډير زيات تږے يم۔ قاصِد ووئيل: راځه چې دواړه پۀ شريکه د الله پاک نه سوال اوکړو۔ قصاب ووئيل چې ما خو هيڅ داسې ښۀ عبادت نۀ دے کړے، زۀ به څنګه دُعا کووم؟ تۀ دُعا اوکړه زۀ به پرې آمين ووايم۔ هٰغه


 

 



[1]... کتاب التوابین، ذکر التوبین من احاد الامم الماضیۃ، توبہ رجلین من بنی اسرائیل، صفحہ:81 خلاصۃً۔