Zikr ul Allah Ke 40 Faide

Book Name:Zikr ul Allah Ke 40 Faide

د شعبان شريف د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې پۀ دې مياشت کښې د نوو اعمال نامو شروع کيږي۔

دلته د نوي کال د شروع کيدو مختلف اندازونه دي، لکه: * نوے اِسلامي کال د مُحَرَّم شريف نه شروع کيږي * نوے عيسوي کال د جنورۍ نه شروع کيږي * داسې د نوي تعليمي کال د شروع کيدو مياشت بله ده * د نوي معاشي کال شروع کيدو مياشت جُدا ده * دغه شان دا وګڼئ چې شعبان شريف هٰغه مياشت ده، د کومې پۀ 15 تاريخ چې زمونږ د اعمال نامو نوے کال شروع کيږي، د روايتونو مطابق پۀ 14 شعبان شريف د ماښام د وخت نه مخکښې اعمال نامې راغونډولے شي او د راتلونکي کال اعمال نامې شروع کولے شي۔ ([1])

        يعنې د تير کال چې کومې اعمال نامې دي، د هغې د پاره زمونږ سره بس يو څو ورځې پاتې دي، بيا به دا اعمال نامې راغونډې کړے شي۔ اوس لکه چې پۀ ډير شوق او ذوق سره د مخکښې کيدونکو اخرۍ ورځې دي، لږې ورځې دي مونږ له پکار دي چې پۀ نيکو کښې د نورو نه د مخکښې کيدو پوره کوشش اوکړو۔ او د دې طريقه به څۀ وي۔۔۔؟ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّ السَّابِقِیْنَ الَّذِیْن یَسْتَہْتِرُوْنَ بِذِکْرِ اللہِ مخکښې کيدونکي خو هغه دي کوم چې د ذِکرُ الله ډير شوق لري۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي چي د زياتو د نه زيات ذِکرُ الله کولو


 

 



[1]...التیسیر فی التفسیر، پارہ:25، سورۂ دخان، زیر آیت:4، جز:13، صفحہ:317۔

[2]... جَامِعُ العُلُوْم والحِکَم ، صفحہ:451۔