Book Name:Bila Hisab Jannat Delane Wale Aamal
هم خلق د سحر نـمونځ ادا کوي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: وخت پيژندل يعنې د نـمونځ، روژې وغيره د وختونو معلومات لرل خو پۀ هر مسلمان باندې فرضِ عين (يعنې د هر عاقل او بالغ مسلمان د پاره ضروري) دي۔([1])
د الله پاک پۀ نزد د عظمت والا خلق
صحابئ رسول، حضرت ابو دَردا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلو دوستانو ته فرمائي: که تاسو غواړۍ نو زۀ به ضرور قَسم وخورم، بيا يـې وفرمائيل: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! د چا نه علاوه چې څوک هم د عبادت لائق نشته، بے شکه د الله پاک پۀ بارګاه کښې د ټولو بندګانو نه ډير د عظمت والا خلق هٰغه دي کوم چې شپه او ورځ د نمر او د سپوږمۍ خيال ساتي۔ دوستانو يـې عرض اوکړو: اے ابو دردا! آيا د دې نه اذان کوونکي مُراد دي؟ اوئې فرمائيل: بلکې چې کوم مسلمان هم د نـمونځ د وختونو خيال ساتي۔([2])
مونږ له پکار دي چې د نـمونځونو د وختونو خيال وساتو۔ نن سبا د نـمونځونو د وختونو د خيال ساتلو يو اسان انداز دا دے چې پۀ خپل موبائل کښې Prayer Time Application انسټال کړئ، دا د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا جاري کړے شوے دے، ډير اعلیٰ ايپلي کيشن دے، د هر مسلمان ضرورت دے۔ پۀ دې کښې د ټولې دُنيا د لکونو ځايونو د نـمونځونو وختونه ورکړے شوي دي۔ د دې نه علاوه ډيجيټل تسبيح (Digital Praise)، قبله نُما (يعنې Compass کمپاس) او نور ډير بهترين فيچرز (Features) دي، يو اهم خاصيت دا هم دے چې د دې ايپلي کيشن پۀ مرسته مونږ موبائل پۀ آټو سائلنټ موډ (Auto silent mode) هم لګولے شو۔ د دې آپشن پۀ مرسته چې څنګه د نـمونځ وخت شي، موبائل به پخپله سائلنټ (Silent) شي، داسې به پۀ