Book Name:Bila Hisab Jannat Delane Wale Aamal
ورځ زمونږ علاقې ته يو څو اِسلامي وروڼه يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې د تيرولو د پاره راغلل، پۀ هغوئي کښې يو اِسلامي ورور ما ته پۀ دې ديني کار کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، لہٰذا زۀ هم د يو څو دوستانو سره د هغوئي سره شامل شوم، د واپس راتللو پۀ وخت يو اِسلامي ورور مونږ ته د هفته وارې اجتماع دعوت راکړو نو مونږ عرض وکړو: که ياد وو راته نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ضرور به شرکت کوو۔
بهر حال مونږ پۀ اجتماع کښې شرکت وکړو، هلته هم د هٰغه اِسلامي ورور سره ملاقات وشو چا چې مونږ ته د اجتماع دعوت راکړے وو، هغه دومره پۀ ښو اخلاقو ميلاؤ شو چې بس مونږ خو د دعوتِ اسلامي شو۔ زما خو چې لکه د ژوند انداز بدل شو، د نـمونځونو پابندي مې نصيب شوه، د سندرو ځائے نعت شريف واخستو، مخ مې پۀ ګيره ښائسته کړو او عمامه مې پۀ سر کړه او داسې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راغلم۔
عطائے حبیبِ خدا دینی ماحول ہے فَیضانِ غوث ورضا دینی ماحول
تُو داڑھی بڑھا لے عِمامہ سجا لے نہیں ہے یہ ہرگز بُرا دینی ماحول
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کيشن تعارف
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين ښودلو او د نيکۍ د دعوت عام کولو موقعې راکوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې Sirat ul Jinan Quran & Tafsir (صِرَاطُ الـجنان قرآن اينډ تفسير) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې * مکمل قرآنِ کريم * د اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلې ترجمۀ کنز الايمان * اسانه ترجمه کنز العرفان او * پۀ اسان انداز کښې ليکلے شوے تفسير صِرَاطُ الـجنان شامل دے۔ * قرآنِ کريم،