Book Name:Bila Hisab Jannat Delane Wale Aamal
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بے حسابه جَنَّت ته پۀ بوتلونکو اعمالو کښې يو بهترين عمل صِلۀ رَحمي هم ده۔ پۀ بهارِ شريعت کښې دي: د صِلۀ رَحمۍ معنیٰ: رشته پالل ده يعنې د خپلوانو سره د نيکۍ او ښۀ سلوک يعنې ښيګړه کول۔([1])
د خپلوانو سره د ښۀ سلوک شکلونه
د صِلۀ رحمۍ يعنې د خپلوانو سره د ښۀ سلوک مختلف شکلونه دي: * هغوئي له هَدِيه او تحفه ورکول * که د هغوئي پۀ څۀ څيز کښې تاسو ته د مدد ضرورت شي نو د هغوئي مدد کول * هغوئي ته سلام کول * د هغوئي د ملاقات د پاره تلل * د هغوئي سره ناسته پاسته * د هغوئي سره خبرې اترې کول * د هغوئي سره د شفقت او مهربانۍ سلوک کول۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پۀ هر حالت کښې د خپلوانو سره ښۀ سلوک کول پکار دي۔ نن سبا خلق پۀ وړه وړه خبره تعلقات پريږدي * فلانکي د ځوي د وادۀ دعوت رانکړو، لهذا زما د هغۀ سره غم ښادي ختمه۔۔۔!! * فلانکي کور ته راوبللم او قدر مدار يـې راله اونکړو، لهذا د نن نه د هغۀ سره زمونږ هيڅ تعلق نشته * فلانکي خپل زما د دُکان پۀ ځائے پۀ خوا کښې د دُکان نه سودا واخستله، لهذا د هغۀ سره زما خبرې بندې، بالکل پۀ معمولي معمولي خبرو باندې غم ښادي ختمولے (يعنې رشتے ماتولے) کيږي حالانکې د کومو خپلوانو سره چې د صِلۀ رحمۍ حکم دے يعنې د خپلوانو سره د ښۀ