Book Name:Shab e Meraj Deedar e Khuda
جنازې کولو د پاره لاړو، کله چې يـې واپس تشريف راوړو نو سيده عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ کور کښې وه، هغې زر يوه کپړه راواخسته، پۀ سر يـې کړه او د خوږ آقا صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم د هر کلي د پاره دالان ته راغله، څۀ ګوري چې هر طرف ته باران راوريږي خو د رسولِ ذِيشان صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم جامې مبارکې بالکل وچې دي۔ پۀ حيرانتيا سره يـې پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ! بهر باران وريږي خو ستاسو جامې مبارکې وچې دي، پۀ دې کښې څۀ حِکمت دے؟ اوئې فرمائيل: عائِشه! تا دا څۀ پۀ سر کړي دي؟ عرض يـې اوکړو: دا ستاسو څادر مبارک دے، پۀ تادۍ کښې دا لاس ته راغلو، ما هم دا پۀ سر کړو۔ اوئې فرمائيل: دا لرې کړه! سيده عائِشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې څادر د سر نه کوز کړو او اوئې کتل نو هلته هيڅ باران نۀ وو، ډيره حيرانه شوه، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم وفرمائيل: اے عائشه! دا د الله پاک د انوارو او جلوو باران دے، کوم چې هر وخت راوريږي، تا چې زما څادر پۀ سر کړو نو ستا سترګې روښانه شوې او تا دا باران پۀ سترګو وليدو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم شان چې پۀ هغوئي باندې خو هر وخت د انوارو او جلوو باران راوريږي۔ نتيجه دا راوتله چې لکه څنګه هٰغه خلق کوم چې شپه ورځ د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د حُسن د ليدو سره عادت وو، هغوئي پۀ حيرانۍ کښې ګوتې پرې نکړې، دغه شان هٰغه صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کوم چې د انوارو او د جلوو د مرکز يعنې د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم د نُوراني مخ د ليدو سره عادت وو، هم دا وجه ده چې د معراج پۀ شپه د الله پاک د ديدار کولو باوجود نۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ته د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ شان مخ پۀ نقاب کښې د پټولو ضرورت پيښ شو او نۀ صحابۀ