Book Name:Shab e Meraj Deedar e Khuda
جس کو شایاں ہے عرشِ خُدا پر جلوس ہے وہ سلطانِ والا ہمَارا نبی([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې ځائے کښې يو سوال دے، د الله پاک نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چې کله کوهِ طُور ته حاضر شو او د الله پاک سره يـې د کلام کولو سعادت حاصل کړو نو عرض يـې اوکړو:
رَبِّ اَرِنِیْۤ(پارہ:9، سورۀ اعراف:143)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما رَبَّـه! ما ته خپله نظاره وښايه۔
الله پاک وفرمائيل:
لَنْ تَرٰىنِیْ(پارہ:9، سورۀ اعراف:143)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (الله) وفرمائيل: تۀ به ما هيڅ کله اُونۀ ليدلے شې۔
بيا يـې پۀ کوهِ طُور باندې يوه جلوه وفرمائيله، کوهِ طُور ذرې ذرې شو او حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د جلوې پۀ تاب نۀ راوړو بے هوشه شو۔
دا صرف يوه جلوه وه، کومه چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ پوره توګه نۀ وه ليدلې، د دې يوې جلوې د ليدو دومره اثر وشو چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام به مخ مبارک پۀ نقاب باندې پټولو، د هغوئي پۀ مخ مبارک باندې د دې جلوې فيضان دومره وو چې هغوئي به خپل مخ پۀ نقاب باندې پټولو، چا چې به هغوئي بغير د نقاب نه ليدلو نو جلوې به يـې نۀ شوې برداشت کولے۔ د دې پورې چې کله د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د دُنيا د تللو وخت راغلو نو د هغوئي کور ودانې محترمې عرض اوکړو: زۀ د 40 کالو نه ستاسو سره يم، مهرباني اوکړئ نن خو راباندې خپل ديدن اوکړئ! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چې د خپلې کور ودانې