Share this link via
Personality Websites!
سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستلو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رسالې تفسير نورالعرفان نه 77 مدني ګلونه (قسط9)رسالې اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * روژې د الله پاک د قرب موندلو يوه ذريعه ده، پۀ رجب شريف او شعبان شريف کښې د نفلي روژو نيولو ترغيب راکړے شوے دے، پخپله به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ دې مياشتو کښې نفلي روژې نيولې۔ مکـتبة الـمدينه د نفلي روژو پۀ فضيلتونو او برکتونو مشتمله يوه رساله پۀ نوم د نفل روزوں کے فضائل او ترغيبي پمفلټ چاپ کړے دے۔
تاسو دا رساله د مکـتبة الـمدينه د هرې يوې څانګې نه پۀ 25 روپۍ او پمفلټ پۀ 2 روپۍ پۀ بيعه اخستے شئ، پخپله يـې هم ولولئ او نورو له هم د دې دعوت ورکړئ!
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رجب مبارکه مياشت روانه ده د نبيانو نبي،رسول هاشمي ،مکي مدني، محمد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز مبارک وو چي کله به د رجب مياشت راغله نو دا دعا به يې لوستله
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami