Shan o Ausaf e Muaviya

Book Name:Shan o Ausaf e Muaviya

پاره يو مدني سپرلے واورو:      

د جومات طرف ته روان شول

د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله د دريو ورځو د پاره د سندھ ټنډو آدم ښار ته ورسيدله، پۀ کومه کښې چې د اوريدو او وئيلو د صلاحيت نه محرومه اِسلامي وروڼه هم شامل وو۔ هغوئي د جومات سره نزدې پۀ ميدان کښې د کرکټ کوونکو ځلمو خوا له لاړل، د مَدَني قافلې يو عمومي اِسلامي ورور هلته کښې موجودو ځلمو ته ووئيل چې زمونږ سره د اوريدو او وئيلو د صلاحيت نه محرومه اِسلامي وروڼه هم دي، دوئي به تاسو ته پۀ اِشارو کښې د نيکۍ دعوت درکوي۔ بيا ړندو او چاړاګانو اِسلامي وروڼو پۀ اِشارو د نيکۍ دعوت وړاندې کړو او هلته يـې موجودو کَسانو ته جومات ته د تللو ووئيل۔ عمومي اِسلامي ورور هم داسې ترغيب ورکړو چې دا اِسلامي وروڼه د وئيلو او اوريدو د قوت نه د محرومه کيدو باوجود د نيکۍ د دعوت د پاره راوتلي دي، الله پاک مونږ ته دا نعمتونه راعطا کړي دي که چرې مونږ د دوئي پۀ دعوت باندې جومات ته لاړ شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوئي زړونه به خوشحاله شي۔ دا يـې چې واوريدل نو هٰغه کرکټ کوونکو ځلمو سرونه ټيټ کړل او د مبلغ سره د جومات طرف ته روان شول۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو څو ضروري اِعلانونه وارئ! * د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې خالي پۀ ورځ به هم پۀ مَدَني چينل باندې د ماسخوتن د نـمونځ نه پس(تقريباً 8:15 بجې) اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د