Book Name:Bhook Ke Fazail
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اِسراف ډير تفسيرونه دي مثلاً: (1): حَلال څيزونه حرام ګڼل، دا هم اِسراف دے (2): حَرام څيزونه اِستعمالول، دا هم اِسراف دے (3): د ضررورت نه زيات خوړل څښل، دا هم اِسراف دے (4): څۀ چې زړۀ غواړي هغه خوړل څښل، اغوستل (5): د ورځې او د شپې بيا بيا خوراک کول د کوم سره چې معده خرابه شي، بيمار شي، دا هم اِسراف دے (6): ضرر او نقصان رسوونکي څيزونه خوړل څښل، دا هم اِسراف دے (7): هر وخت د خوراک څښاک او د ښو جامو اغوستو پۀ خيال کښې اوسيدل چې اوس به څۀ خورم، بيا به څۀ څښم وغيره هم داسې (8): د غَفلَت د پاره خوړل (9): د ګناه کولو د پاره خوړل (10): د ښۀ خوراک څښاک، اعلیٰ اغوستو عادت کيدل چې چرې معمولې څيز نۀ شې خوړلے، دا هم اِسراف دے، دغه شان (11): اعلیٰ خوراکونه د خپل کمال نتيجه ګڼل هم اِسراف دے. نور فرمائي: الله پاک هر اِسراف کوونکے نۀ خوښوي. داسې خلق د الله پاک پۀ بارګاه کښې قبول نۀ دي. ([1])
پۀ شعب الاِيمان کښې دي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ډير خلق پۀ دُنيا کښې ښۀ خوراک کوونکي او د سکون ژوند تيروونکي دي خو د قيامت پۀ ورځ به هغوئي وږي بربنډ [لَغَړ] وي. ([2])