Bhook Ke Fazail

Book Name:Bhook Ke Fazail

نو د هٰغه وخت واقعه تاسو ته بيانووم. پۀ مُسنَدِ اِبنِ اَبِي شَيبَه (کوم چې د احاديثود کتاب نوم دے، پۀ دې) کښې روايت دے: حضرت جَهجَاه غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلې قبيلې والؤ سره پۀ شريکه د اِسلام قبلولو د پاره بارګاهِ رسالت ته حاضر شو، شپه وه، لا هغوئي ته اِسلامي تعليمات اوريدل او د هغې نه پس اِيمان قبلول وو. نو د شپې د هغوئي ميلمستيا اوکړے شوه. رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته وفرمائيل: پۀ دوئي کښې يو يو کَس د ځان سره بوځئ او ميلمستيا ورله اوکړئ. صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پۀ حکم باندې عمل اوکړو، يو يو يـې د ځان سره کړو.

بيا پۀ جومات کښې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وو او جَهجَاه غِفَاري وو، چا چي  اوس ايمان راوړلو. نو جَهجَاه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ځان سره بوتلو.

بيا د هغوئي د ميلمستيا د پاره يوه چيلۍ راولوشلے شوه او پئ دۀ ته ورکړے شو نو دۀ ټول پۍ وڅښل، بيا بله چيلۍ راولوشلے شوه، هغه يـې هم ټول وڅښل، داسې د 7 چيلو پۍ راولوشلے شو، دۀ ټول وڅښل. د دې نه پس خوراک راوړے شو، هغه هم دۀ ټول وخوړ.

هر څۀ خو جَهجَاه غِفَاري خوړلي وو، نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا شپه پۀ نهره تيره کړه. بله ورځ شوه، بيا دې قبيلې والا ټوله ورځ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره وو، د دِين تعليمات يـې اوريدل، اِسلام د هغوئي زړونو ته کوز شو او هغوئي ټولو کلمه ووئيله. شپه شوه، ټولو د ماښام نـمونځ د جَمعې سره ادا کړو. نن بيا رسولِ اَکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته وفرمائيل: يو يو د ځان سره بوځئ! حضرت جَهجَاه غِفَاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې مسلمان شوے وو، صحابي جوړ شوے وو، د هغوئي نن بيا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ميلمه جوړيدو سعادت نصيب شو. هغوئي له يوه چيلۍ راولوشلے شوه او پۍ هغوئي له ورکړے شول.