Book Name:Bhook Ke Fazail
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کاش چې زمونږه هم اِختياري لوږه يعنې قصداً د کم خوراک خزانه نصيب شي.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لوږه برداشت کول، قصداً عمداً د لوږې نه څۀ کم خوړل که د سُنَّت پۀ نيت باندې وي نو يقيناً چې ثواب هم دے او پۀ زړۀ کښې نُور هم زياتوي. د دې سره سره د دې پۀ دُنيائي توګه هم ډيرې فائدې دي. يو څو فائدې واورئ!
پۀ تفسيرِ قُرطبي کښې دي: يو ځل يو غير مسلمه ډاکټر د حضرت اِمام زَينُ العَابِدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې حاضر شو او اوئې وئيل: عِلم پۀ دوه قِسمه دے:
(1):عِلْمُ الْاَدْیَان (یعنې دیني عِلم) او (2): عِلْمُ الْاَبْدَان (یعنې ډاکټري عِلم).
ستاسو پۀ مذهبي کتاب قرآنِ کريم کښې عِلمِ دِين خو شته خو د طِب (يعنې ډاکټري عِلم) پکښې نشته. اِمام زَينُ العَابِدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: تۀ د ټول قرآن خبره کوې، د قرآن صرف د يو آيت پۀ يو جُز کښې هم د ټول طِب خُلاصه بيان کړے شوې ده، بيا حضرت زين العابدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د 8 سيپارې، د سُورۀ اَعرَاف د آيت: 31 دا جُز تلاوت کړو:
كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا وَ لَا تُسْرِفُوْا ۚ-اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ۠(۳۱) (پارہ: 8، سورة الاعراف:31)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خورئ او څښئ او د حد نه مۀ تيريږئ، بے شکه هغه د حد نه تيريدونکي نۀ خوښوي.
(پۀ دې آيت کښې ووئيلے شو چې پۀ خوراک څښاک کښې اِسراف مۀ کوئ! پۀ خوراک څښاک کښې د اِسراف دوه حالتونه دي: (1): د لوږې نۀ لګيدو باوجود هم خوړل (2): ښه پۀ مړۀ خِيټه خوړل. بس کوم بنده چې د دې دواړو خبرو نه بچ اوسي، چې ښه وږے شي نو بيا خوراک کوي او لا چې لوږه يـې باقي وي نو بس کړي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغه به صحت مند اوسي.)