Book Name:Bhook Ke Fazail
هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا پيشکش (وړانديز) وفرمائيلو چې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که تاسو غواړۍ نو مونږ به تاسو ته د دُنيا هٰغه خزانې درعطا کړو کومې چې نۀ ستاسو نه مخکښې چا ته ميلاؤ شوې، نۀ به ستاسو نه پس چا ته ميلاؤيږي، پۀ دې باندې نور دا چې د دې دُنيائي خزانو پۀ وجه به ستاسو د اخرت د انعامونو نه هم هيڅ نۀ کمولے کيږي. عابِد او زاهِد نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عرض اوکړو: اے الله پاکه! دا هر څۀ زما د پاره هُم پۀ اخرت کښې جمع کړې! ([1])
بعطائے رَبِّ حاکِم تُو ہے رِزْق کا بھی قاسِم ہے ترا سب آب و دانہ مدنی مدینے والے!
مَیں غریب بےسہارا، کہاں اور ہے گزارا مجھے آپ ہی نبھانا مدنی مدینے والے!([2])
پۀ دوه ورځو کښې يو ځل د خوراک خوښولو اِظهار
زمونږ د خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوږه مبارکه اِختياري وه، حُضُورِ اَکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زما رَبّ ماته دا پيش کړل چې زما د پاره د مکے مکرمې غرونه د سرو زرو کړي، خو ما عرض اوکړو، يا الله پاکه! زما خو دا خوښ دي چې زۀ يوه ورځ خوراک کووم، نو پۀ دويمه ورځ وږے پاتې شم، د پاره د دې چې کله وږے يم نو ستا طرف ته فرياد او زاري اوکړم او تا ياد کړم او کله چې خوراک اوکړم نو ستا شُکر او حمد اوکړم. ([3])
آپ بھوکے رہیں اور پیٹ پہ پتّھر باندھیں نعمتوں کے دیں ہمیں خوان مدینے والے