Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat
پۀ دې کښې يو نابينا کَس حاضر شو، هغۀ عرض اوکړو: ما ډير عِلاج اوکړو خو زما سترګې ټيک نۀ شوې، تاسو يـې راله دَم کړئ! هغه بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قبلې ته مخ کړو، فاتحه شريف يـې ولوستله، بيا يـې قرآنِ کريم را واخستو او د هغۀ د دواړو سترګو سره يـې ولګولو، بس چې څنګه يـې قرآنِ کريم د سترګو سره ولګيدو، د دې پۀ برکت د هغۀ د دواړو سترګو نظر راغلو. ([1])
د عزت په نظر د کتلو برکت
دې لړ کښې خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه بَله واقعه بيان کړه او اوئې فرمائيل: يو ډير ګنهګار کَس وو، د هغۀ د ګناهونو پۀ وجه خلقو د هغۀ نه نفرت کولو، نصيحت کوونکو به هغۀ ته ډير نصيحت کولو خو هغۀ به ګناه نۀ پريښوده، اخِر هغه هم پۀ دغسې حالت کښې مړ شو، د مرګ نه پس چا هغه پۀ خوب کښې وليدو چې پۀ سر يـې تاج پروت دے، جنّتي جامې يـې اغوستې دي او د فرښتو سره د جنّت طرف ته روان دے. خوب ليدونکي ترينه پوښتنه اوکړه: تۀ خو ډير ګنهګار وې، دا سعادت دې څنګه نصيب شو؟ جواب يـې ورکړو: پۀ دُنيا کښې زما نه يوه نيکي شوې وه، هغه دا چې پۀ کوم ځائے کښې به مې قرآنِ کريم ليدلو، ودريدم به او ډير د عزّت پۀ نظر به مې ورته کتل، بس د دې نيکۍ پۀ برکت الله پاک زۀ اوبخښلم. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د الله پاک د پاک کلام قرآنِ کريم...!! کاش! چې مونږه د دې عظيمُ الشَّان کتاب قرآنِ کريم قدر اوکړو، قرآنِ کريم ته کتل هم عِبَادت دے، دې له لاس وروړل هم عبادت دے، دا لوستل هم عبادت دے او سُبْحٰنَ اللہ! څنګه