Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

هُم د ذِکر کوونکو ذِکر کولے شي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن شپږم شريف دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن د برصغير د عظيم عِلمي او روحاني شخصيت، وارثُ النَّبي، عطائے رسول، مُعينُ الدِّين حضرت خواجه حَسَن سِجزِي المَعروف خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عُرس شريف ورځ ده او مونږ د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکر د پاره حاضر يو.

چراغِ انجمنِ اَوْلیا غریب نواز                                                                                        امینِ سَطْوَتِ خیبر کُشَا غریب نواز

گُلِ حدیقۂ حسنین، نورِ چَشْمِ علی                                                                                       فدائے سیرتِ خیرُ الْوریٰ غریب نواز

مفهوم: اے خواجه غرايب نوازه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! تاسو د اوليائے کرامو رَحْمَۃُ اللہِ عَلَیْہم د محفل شمع يـۍ، تاسو د خيبر فتح کوونکي مولائے کائنات، مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بهادرۍ امين يـۍ، تاسو د اِمامِ حَسَن او اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د باغ ګُل او د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سترګو تور يـۍ او د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو باندې مئين يـۍ.

بعضې وخت شيطان وسوسه اچوي، دا څۀ خبره شوه، پکار خو دا دي چې خلقو ته قرآن بيان کړے شي، حديثونه بيان کړے شي، د نـمونځ، روژې پۀ باره کښې ووئيلے شي. تاسو بس هر وخت د بندګانو ذِکر شروع کړےوي * کله د غوثِ پاک ذِکر *کله