Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم د تِلاوت کولو ښۀ ډير سعادت حاصل کړئ! د حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان پۀ زړۀ کښې درد هم ساتئ! څۀ پته لګي که پۀ مونږ باندې هم کرم وشي، څنګه چې د تنهايۍ کور قبر ته کوز شو نو د الله پاک د پاک کلام قرآنِ کريم ملګرتيا مو نصيب شي.

 قرآنِ کريم ته کتل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د قرآنِ کريم سره ډير محبت کولو، ورسره ورسره به يـې نورو ته هم د قرآنِ کريم سره د محبت کولو درس ورکولو. خواجه بختيار کاکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګل شريف ورځ وه، زۀ د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شوم، هٰغه وخت شيخ محمد اَوحَد چشتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او نور بزرګان پۀ خدمت کښې حاضر وو، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دَرس ورکړو. پۀ دې کښې يـې (د قرآنِ کريم د محبت د ترغيب پۀ ورکولو) وفرمائيل: قرآنِ کريم ته کتل عبادت دے. کوم بنده چې کلامُ الله (يعنې قرآنِ کريم) ته ګوري او د دې تِلاوت کوي نو هغۀ ته دوه چنده ثواب ورکړے کيږي، يو د قرآنِ کريم د لوستلو او دويم قرآنِ کريم ته د کتلو. ([1])

قرآنِ کريم ته د کتلو 3 برکتونه

خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور وفرمائيل: کوم کَس چې قرآنِ کريم ته ګوري * د الله پاک پۀ فضل او کرم سره د هغۀ د سترګو نظر زياتيږي او * د هغۀ سترګې چرې هم نۀ خوږيږي * نۀ وَچِيږي.

يو ځل يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، مخامخ يـې قرآنِ کريم ايښودے وو،


 

 



[1]... ہشت بہشت، دلیل العارفین ، صفحہ:20۔