Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat

Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat

سوچونه وي، اے کاش چې پۀ دُنيا کښې پۀ تِلاوت کولو کولو مو دومره پوخ عادت جوړ شي چې پۀ قبر کښې هم د تِلاوت کولو سعادت رانصيب شي.

د تِلاوت د شوق قابلِ رشک  اِنعام

حضرت ثابت بُنَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير نيک، پرهيزګاره بنده وو، هغوئي به هميشه د ورځې روژه نيوله او ټوله شپه به يـې عبادت کولو، د حضرت ثابِت بُنَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآنِ کريم د تِلاوت سره ډير زيات شوق وو، روزانه به يـې يو ځل د قرآنِ کريم ختم کولو. ([1])

د دې پۀ برکت پۀ حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې داسې کرم وشو چې رشک پرې راځي]يعني سړے ورته پسښيږې[. د وفات نه پس د دفن کولو پۀ وخت ناڅاپه يوه خخته ماته شوه او دننه لاړه، خلق چې د خختې د راوچتولو د پاره کله ورښکته شول نو پۀ دې ليدو حيران پاتې شول چې حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ قبر کښې ولاړ دے او نـمونځ کوي. د حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور والؤ ته چې کله د دې خبرې پته ولګيده نو شهزادګۍ صاحبې يـې ووئيل: والدِ محترم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به مې روزانه دُعا کوله چې يا الله پاکه! که تۀ چا ته د وفات کيدو نه پس پۀ قبر کښې د نـمونځ کولو سعادت عطا کوې نو ما ته هم دا سعادت راعطا کړې. ([2]) منقول دي: کله چې به هم خلق د حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار پۀ خوا باندې تيريدل نو د قبر مبارک نه به يـې د قرآنِ کريم د تِلاوت اواز راتللو. ([3])

دہن میلا نہیں ہوتا، بدن میلا نہیں ہوتا           خُدا کے اَوْلیا کا تو کفن میلا نہیں ہوتا


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا، جلد:2، رقم:2575، صفحہ:364۔

[2]... حلیۃ الاولیا، جلد:2، رقم:2568، صفحہ:362۔

[3]... حلیۃ الاولیا، جلد:2، رقم:2583، صفحہ:366۔