Book Name:Khuwaja Huzoor Ki Quran Se Muhabbat
يعنې څنګه چې کور پۀ اوسيدونکو باندې ښکلے دے، هم داسې د زړۀ ښکلا قرآنِ کريم دے، پۀ کوم زړۀ کښې چې قرآن نۀ وي، هغه بالکل کنډر دے.
پۀ زړۀ کښې به خيال راځي چې اوس خو مونږ لوئي شوي يو، اوس مونږ څنګه حفظ کولے شو. وګورئ جذبه لار ښائي . چې انسان محنت کوي نو څۀ څۀ نشي کولے. ايمان تازه کوونکې واقعه واورئ! د ګجرات يو مشهور بادشاه تير شوےدے: سلطان محمود اَوَّل، پۀ نهمه صدۍ هجرۍ کښې پۀ ګجرات (هِند) باندې د هغۀ حکومت وو، يو ځل د رَمَضَانُ المُبَارَک 26 شپه وه، سلطان محمود اول د علمائے کرامو پۀ خدمت کښې حاضر وو او د قرآنِ پاک د تِلاوت فضيلتونه بيانيدل، يو عالِم صاحب وفرمائيل: د قيامت پۀ ورځ باندې به نمر رانزدې شي، ټول خلق به پريشانه شي خو کوم کَس چې د قرآنِ کريم حافظ وي، هغه او د هغۀ مور او پلار به د رحمت د نُور پۀ سوري کښې وي، پۀ هغوئي باندې به د نمر ګرمي اثر نۀ کوي. پۀ دې اوريدو سلطان محمود يو سوړ اسويلے اوکړو او اوئې وئيل: افسوس چې زما پۀ ځامنو کښې څوک هم د قرآنِ پاک حافط نشته، ځکه به زۀ دا سعادت حاصل نکړے شم.
پۀ دې مجلس کښې د سلطان محمود ځوي خليل خان هم موجود وو، د اختر نه پس خليل خان بل ښار ته لاړو او قرآنِ کريم حفظ کول يـې شروع کړو، خليل خان به شپه ورځ محنت کولو، د قرآنِ کريم ښۀ ډير تِلاوت يـې کولو، پۀ ښۀ ډير محنت يـې د قرآنِ کريم حفظ کولو، د دې پورې چې سترګې يـې سرې شوې، ډاکټر ورته ووئيل: د شپې پۀ ويخ پاتې کيدو او د ډير تِلاوت کولو پۀ وجه سترګې سرې شوې دي، لهذا د يو څو ورځو د پاره ارام اوکړئ. خليل خان د زړۀ د سوخته ووئيل: که سترګې مې سرې شوې دي نو څۀ وشو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا سوروالے به راته پۀ دُنيا او اخرت کښې کاميابي راعطا