Book Name:Maut Ke Beshumaar Asbab
(يعنې اودۀ کيږم او راپاڅم) * د ورځې پۀ وړومبنۍ حصه کښې اودۀ کيدل يا د ماښام او ماسخُوتن پۀ مينځ کښې اودۀ کيدل مکروه دي. * پۀ ماسپښين کښې قيلوله (يعنې لږ وخت سملاستل) مستحب دي * پۀ اودۀ کيدو کښې مستحب دا دي چې پۀ اوداسۀ کښې اودۀ شې د لږ وخت د پاره پۀ ښي اړخ او ښۍ لاس د مخ لاندې کيږدې او مخ پۀ قبله اودۀ شې بيا د هغې نه پس پۀ ګَڅ (يعنې کيڼ) اړخ * د اودۀ کيدو پۀ وخت قبر کښې ملاسته ياده کړئ چې هلته به يواځې سملاستل وي، د خپلو عملونو نه علاوه بل هيڅ څيز راسره نه وي * د سملاستو پۀ وخت د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول اوسيږئ، تَهلیل و تسبیح اوتحمید لولئ (یعنې د لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ، سُبْحَان َاللہ، او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ ورد کوئ) تر دې چې اودۀ شۍ، چې پۀ کوم حالت کښې انسان اودۀ شي پۀ هغې راپاڅيږي او پۀ کوم حالت چې مړ کيږي د قيامت پۀ ورځ به پۀ هٰغه حالت کښې راپاڅيږي * د راپاڅيدو نه پس دا دُعا لولئ: اَلْحَمْدُلِلہِ الَّذِیْ اَحْیَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَ اِلَیْہِ النُّشُوْرُ يعنې ټول تعريفونه الله پاک لره دي چا چې مونږ د وژلو نه پس راژوندي کړو او هم د هغۀ طرف ته واپس ګرځيدل دي * کله چې د هلک او جينۍ عمر لس کاله شي نو دوئي بيل بيل سملول پکار دي بلکې د دومره عمر هلک دې د دومره عمر هلکانو (يعنې د خپلو همزولو هلکانو) يا د دوئي نه د غټو سړو سره هم نه سملي * هلک چې کله د شهوت حد ته اورسي نو هغه د سړي پۀ حکم کښې دے * کله چې د خوب نه رابيدار شۍ نو مسواک کوئ * د شپې چې کله راپاڅئ نو تهجد ادا کړئ چې دا ډيره د سعادت خبره ده. ([1])
میں سو جاؤں یا مصطفےٰ کہتے کہتے کھلے آنکھ صَلِّ علیٰ کہتے کہتے
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د