Book Name:Farishton Ki Duain Lijiye
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د دُنيا پۀ ژوند باندې مطمئين کيدل، د دې سره محبت ساتل او د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضريدل نۀ خوښول باطِني بيماري ده، کومه چې د اُمت د زوال سبب دے. الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، پکار دي چې مونږ نيک کارونه کوو، د ګناهونو نه بچ اوسو او د الله پاک د حاضرۍ شوق پۀ زړۀ کښې زياتوو.
محبّت میں اپنی گما یااِلٰہی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یااِلٰہی!
رہوں مست وبے خود میں تیری وِلا میں پلا جام ایسا پلا یاالٰہی! ([2])
(2): خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د روايت نه دويمه خبره دا معلومه شوه چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ شوق وي نو دې د پاره دُعا پۀ محتاطو الفاظو سره کول پکار دي.
ياد ساتئ چې د دُنيا د پريشانو، مصيبتونو او بيمارو وغيره نه د تنګيدو سره د مرګ دُعا کول منع دي. صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خو د الله پاک د ديدار پۀ شوق کښې دُعا کوله، حضرت زَنَائِيل (Zana'il) عَلَیْهِ السَّلَام فرښتے د دې هم محتاط الفاظ وښودل چې داسې دُعا کوئ!
اَللّٰهُمَّ حَسِّنِ الْعَمَلَ وَبَلِّغِ الْاَجَلَ
ترجمه: يعنې اے الله پاکه ما ته د نيک اعمالو توفيق هم عطا کړې او پۀ نيک اعمال کولو کولو مې د مرګ مقرر کړے شوي وخت ته ورسوې.