Book Name:Hazrat Adam عَلَیْهِ السَّلَام Ki Ilm Ki Wusat
حق نے عِلْمِ اَسْما دیا جو نہ ملائِک کو بخشا
وہ مَلکَہ فرمایا عطا ان پر اُن کو غلبہ دیا
لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ اٰمَنَّا بِرَسُوْلِ اللہ
آدم کو شرف ایسا مِلا آدمی اشرفِ خلق ہوا
اُن کو خلیفہ حق نے کیا تاجِ کرامت سَر پہ رکھا
لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ اٰمَنَّا بِرَسُوْلِ اللہ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم وسعت (پراختيا)
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خو د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د عِلم پراختيا ده، اوس لږ د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د آقا، سَيِّدُ الانبيا، اِمامُ الانبيا، سَيِّدُنا، مولانا مُحَمَّدٌ رَّسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم کمال ته هم وګورئ! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: عُلِّمْتُ الْاَسْمَاءَ کُلَّہَا کَمَا عُلِّمَ آدَمُ الْاَسْمَاءَ کُلَّہَا يعنې لکه چې څنګه حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د ټولو څيزونو د نومونو عِلم ورکړے شوے وو، هم داسې ما ته هم د ټولو څيزونو د نومونو عِلم راکړے شوے دے۔ ([2])
نُورِ عِلْم و حکمت والے، نافِذ جاری حکومت والے
رَبّ کی اعلیٰ خِلافت والے تم پر لاکھوں سلام
دا خو د عِلمُ الاَسمَاء خبره ده، رَبِّ کائنات د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم پۀ باره کښې فرمائي:
وَ عَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُؕ-(پارہ:5، سورۀ النساء:113)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او تا ته يـې هٰغه څۀ در زده کړل کوم چې تا ته نۀ وو معلوم۔