Book Name:Hazrat Adam عَلَیْهِ السَّلَام Ki Ilm Ki Wusat
جګړو نه د بچ کيدو او پۀ خپل مينځ کښې پۀ مينه محبت سره د اوسيدو ذِهن مې جوړ شو، د نـمونځونو د پابندۍ سره سره د عِلمِ دِين د خزانې نه د مالا مال کيدو سعادتونه حاصليدل شروع شو۔ داسې د عِلمِ دِين پۀ برکت يو خراب شوے کَس صحيح شو او نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو۔
دعوتِ اسلامی کی قیُّوم اِک اِک گھر میں مچ جائے دھوم
اس پہ فدا ہو بچہ بچہ یااللہ! میری جھولی بھر دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د عِلمِ دِين برکتونه دي، مونږ له هم پکار دي چې د عِلمِ دِين زده کولو والا جوړ شو۔ حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عالِمِ دِين او کامِل ولي تير شوے دے، هغوئي فرمائي: عِلم زده کړئ! زما سره ويره ده چې که دا عِلم ستاسو د لاس نه ووتو او د غيرو [خلقو] خوا له لاړو (نو تاسو به ذليله شئ۔) عِلم زده کړئ! دا د دُنيا او د اخرت عزت دے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان څومره رښتونے دے، هغوئي د نن نه تقريباً ديارلس نيم سوه [1350] کاله مخکښې فرمائيلي وو چې عِلم د دُنيا او د اخرت د عزت ذريعه ده، که دا عِلم ستاسو د لاس نه ووتو او د غيرو [خلقو] خوا له لاړو نو تاسو به ذليله شئ۔
نن د مسلمانانو حالت ته وګورئ، د عِلمِ دِين نه د لرې والي پۀ وجه څومره د ذِلت او رسوايۍ سره مخ دي، تر څو پورې چې عِلمِ دِين پۀ خپل عروج کښې وو، د ټولو سره د خپلو ذمه وارو اِحساس وو او ټولو به د دُنيا او د اخرت د کاميابۍ د پاره کوششونه کول۔ د کله نه چې مسلمانان د عِلمِ دِين نه لرې شوي دي، پۀ ورو ورو پۀ ټولو شعبو کښې پۀ غفلت کښې راګير شول او اخر د هٰغه ذِلت سره مخ شول، کوم چې هر يو نن پۀ خپلو سترګو ويني۔