Share this link via
Personality Websites!
عِلم دے۔ ځکه مونږ له پکار دي چې عِلمِ دِين زده کړو، پۀ دې باندې عمل هم اوکړو او نورو ته يـې هم وښايو د پاره د دې چې د خپل اصلي منصب حقدار جوړ شو۔
د علمائے کرامو درجې اوچتولے کيږي
پۀ 28 سيپاره، سُورةُ المُجَادَلة، آيت 11 کښې الله پاک اِرشاد فرمائي:
یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْۙ-وَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍؕ-(پارہ:28، سُورةُ المُجَادَلة:11)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اللہ ستاسو نه د ايمان والؤ او د هٰغه خلقو درجې اوچتوي کومو ته چې عِلم ورکړے شو۔
صحابئ رسول، سلطان المُفَسِّرين، حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د دې آيت پۀ تفسير کښې فرمائي: علمائے کرام به د عامو مؤمِنانو نه 700 درجې اوچت وي او د هغوئي د هرو دوو درجو ترمينځه به د 500 کالو مزل وي۔ ([1])
د حضرت اُمامه بَاهِلي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د عِلمِ (دِين) پۀ زده کولو او عبادت کولو کښې لوئي شو او د لوئيدو پۀ حالت کښې هم داسې پاتې شو، نو الله پاک به د قيامت پۀ ورځ هغۀ ته د 72 صِدِّيقينو ثواب عطا کوي۔ ([2])
عِلمِ دِين زده کول ولې ضروري دے؟
د حضرت مُعاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عِلم حاصل کړئ! ځکه چې * د الله پاک د رضا د پاره عِلم زده کول د الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami