Book Name:Jammat Se Namaz Parhna
قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتاب * فيضانِ نماز د صفحه 137 نه 230 او * بهارِ شريعت جلد اول، صفحه 574 نه 594 پورې ولولئ۔
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا
د اودۀ کيدو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا
اَللّٰہُمَّ بِاسْمِكَ اَمُوْتُ وَاَحْیَا
ترجمه: اے الله! زۀ هم ستا د نوم سره مړ کيږم او ژوندے کيږم (يعنې اودۀ کيږم او راپاڅم)۔ ([1])
د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)
د روزانه 56 نیک اعمال:
(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه،سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3 آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10): آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اِصلاحي کتاب لوستلے؟