Book Name:Ulema Ke 3 Huqooq
نن مونږه د علمائے کرامو درې حقونه زده کړل، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ: (1): د علمائے کرامو تعظيم او اِحترام کول (2): د هغوئي طرف ته رجوع کول او (3): د هغوئي تابعداري کول۔
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا
د بيتُ الخلاء نه د راوتلو نه پس دُعا
اَلْحَمْدُلِلّٰہِ الَّذِیْٓ اَذْھَبَ عَنِّی الْاَذٰی وَعَافَانِیْ
ترجمه: د الله پاکه شُکر دے کوم چې زما نه تکليف لرې کړو او ما ته يـې عافيت راعطا کړو۔ ([1])
د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)
(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه،سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3 آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟