Book Name:Ulema Ke 3 Huqooq
وضاحت: پۀ مونږ باندې لازم دي چې پۀ دِيني مسئلو او معاملو کښې د علمائے کرامو پۀ خدمت کښې حاضريږو او د هغوئي نه مسئلې زده کوو، الله پاک فرمائي:
فَسْــٴَـلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَۙ(۴۳)(پارہ :14، سورۀ النحل :43)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے خلقو! که تاسو نۀ پوهيږۍ نو د عِلم لرونکو نه تپوس وکړئ۔
معلومه شوه چې د کومې مسئلې عِلم درسره نۀ وي نو د هغې پۀ باره کښې د علمائے کرامو طرف ته رجوع کول ضروري دي،لهذا که څۀ مسئله راپيښه شي يا څۀ وسوسه پۀ زړۀ کښې راشي نو د سُني صحيح عقيدې والا عالِمِ دِين نه دې د هغې پۀ باره کښې پوښتنه وکړے شي۔
نوټ: د خپلو مسئلو د حل کولو د پاره د دار الافتاء اهلسُنَّت سره رابطه وکړئ!
دريم حق: د علمائے کرامو تابعداري کول
وضاحت: الله پاک فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَ اُولِی الْاَمْرِ مِنْكُمْۚ- (پارہ:5، سورۀ النساء ،59)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! د الله فرمانبرداري وکړئ او د رسول فرمانبرداري وکړئ او د هغوئي څوک چې پۀ تاسو کښې حکومت والا دي۔
دلته د اُولی الاَمر نه مُراد علمائے کرام دي۔ ([1]) لکه څنګه چې د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت د الله پاک اطاعت دے، هم داسې د عالِمِ دِين فرمانبرداري د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري ده۔ ([2])