Ulema Ke 3 Huqooq

Book Name:Ulema Ke 3 Huqooq

مُحَمَّد رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سپکاوے دے او د مُحَمَّد رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جناب کښې ګستاخي د الله پاک د لعنت او د دردناک عذاب سبب دے۔ ([1])                          * که عالِم ته پۀ دې وجه باندې بد وائي چې هغه عالِم دے، نو بيا خو صريح کافِر دے (چې دا عالِم دِين نۀ بلکې عِلمِ دِين بد ګڼي او عِلمِ دِين څۀ شے دے؟ د قرآن او سُنَّت عِلم)                   * د عالِمِ دِين د عالِمِ دِين پۀ توګه سپکاوے نۀ کوي بلکې د عِلمِ دِين پۀ وجه د هغه تعظيم فرض ګڼي خو د خپلې څۀ دنيائي دښمنۍ پۀ وجه عالِمِ دِين ته کنځلې کوي، د هغۀ سپکاوے کوي نو سخت فاسِق او فاجِر دے * او که بغير د څۀ وجهې د عالِمِ دِين سره بعض لري نو مَرِیْضُ الْقَلْبِ وَ خَبِیْثُ الْباطِن (يعنې د زړۀ مريض او د خبيث باطِن والا) دے۔ بزرګانِ دِين فرمائي: مَنْ اَبْغَضَ عَالِمًا مِّنْ غَیْرِ سَبَبٍ ظَاھِرٍ خِیْفَ عَلَیْہِ الْکُفْر يعنې څوک چې بغير د څۀ ظاهري وجهې نه د عالِم دِين سره بُعض لري، پۀ هغۀ باندې د کُفر ويره ده۔ ([2])  * عوام د علمائے دِين نه بد ګمانه کول ډيره سخته ګناه ده۔ ([3])

د علماؤ د تعظيم مثالونه: * د علمائے کرامو نه مخکښې نۀ تلل * ډير پۀ ادب او احترام سره خبرې کول، د بد تميزۍ نه بچ کيدل * د علمائے کرامو خبره نۀ کټ کول * د مسئلې پۀ پوښتنه کښې د مناسب وخت او د ښو الفاظو خيال ساتل * د هغوئي نصيحتونه قبلول * د هغوئي خِدمت کول * د هغوئي خلاف پۀ زړۀ کښې څۀ خبره نۀ راوستل * د هغوئي د پاره ښۀ الفاظ استعمالول وغيره۔ 

دويم حق: د علمائےکرامو طرف ته رجوع کول


 

 



[1]... فتاوی رضویہ ، جلد:23، صفحہ: 649 ۔

[2]... فتاوی رضویہ ، جلد:21، صفحہ:129 بتغیر قلیل۔

[3]... فتاوی امجدیہ، جلد:4، صفحہ: 515۔