$header_html

Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلعِلمُ بِالتَّعَلُّمِ عِلم د زده کولو سره راځي۔ ([1]) * د اوسني وخت پۀ بدو کښې يوه بدي دا هم ده چې خلق د عِلمِ دِين نه لرې وځي * د دِيني کتابونو د لوستلو شوق د نشت برابر دے * مخکښينو خلقو به دِيني کتابونه ډير خوښول * شپه او ورځ به يـې کتابونه لوستل * لہٰذا د هغوئي سره به ديني معلومات هم ډير وو او * ژوند به يـې هم پاک وو۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د باني شيخِ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خاصيت دا دے چې هغوئي پخپله هم د عِلم دِين سره ډير شوق لري او عاشقانِ رسول ته هم د دِيني کتابونو د لوستلو د شوق ترغيب ورکوي * هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د يوې ديني رسالې د لوستلو فرمائي * مختصره شان رساله وي * پۀ يو څو منټو کښې لوستلے کيږي۔ تاسو يـې هم لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به مو کيږي * ديني معلومات به مو زياتيږي * د عِلمِ دِين د زده کولو ثواب به درته ميلاويږي * د ديني کتاب د لوستلو سره دماغ هم ښه کيږي * نظر تيزيږي * حکمت نصيب کيږي * سوچ پاکيږي او * پۀ ژوند کښې ښکلا راځي * د جديد سائنسي تحقيقاتو مطابق د کتاب لوستلو سره د دماغي بيمارو نه حفاظت کيږي۔

هره هفته پۀ پابندۍ سره د هفته وارې رسالې د لوستلو نِيّت اوکړئ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه او جانشتينِ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هفته واره رساله لوستونکو ته مختلفې دُعاګانې هم کوي، مونږ چې هفته واره رساله اولولو نو څۀ پته لګي چې د الله پاک د نيک بنده، ولئ کامِل د خُلې نه وَتلې دُعا زمونږ پۀ حق کښې قبوله شي او دُنيا او اخرت مو ښۀ شي۔ راځئ د ترغيب د پاره درته يو مَدَني سپرلے بيانووم۔


 

 



[1]... بخاری ، صفحہ:90، حدیث:67۔



$footer_html