Book Name:Nuqsan Uthane Walay Log
ضرورت د پاره پۀ سفر باندې لاړو، کله چې هغه واپس راغلو نو خراساني وفات شوے وو، د هغوئي د کور والؤ نه يـې د امانت پۀ باره کښې پوښتنه اوکړه نو هغوئي د لا علمۍ اظهار اوکړو، امانت کيښودونکي د علمائے کرامو نه پوښتنه اوکړه چې ما له څۀ کول پکار دي؟ هغوئي ورته ووئيل چې مونږ اُميد کوو چې هٰغه خُراساني به جنَّتي وي، تۀ داسې اوکړه چې د نيمې شپې يا د شپې د دريمې حصې د تيريدو نه پس د زمزم کوهي خوا له لاړ شه او د هغۀ نوم واخله او اواز ورکړه او د هغه نه پوښتنه اوکړه۔ هغه درې ورځې داسې اوکړل، د هلته نه هيڅ جواب رانغلو، هغه بيا لاړو او علمائے کرامو ته يـې ووئيل، هغوئي اِنَّا لِلہِ وَ اِنَّاۤ اِلَیۡہِ رٰجِعُوۡن ولوستل او اوئې وئيل چې زمونږ سره ويره ده چې کيدے شي هغه جنَّتي نۀ وي، تۀ يمن ته لاړ شه هلته بَرهُوت نومې يوه دَره کښې يو کوهے دے، هلته چې ورسيږې نو داسې اواز اوکړه، هغه هم داسې اوکړل نو هم پۀ وړومبي اواز کښې جواب ورکړے شو چې ستاسو امانت مې د کور پۀ فلانکي ځائے کښې ښخ کړے دے، هٰغه ځائے چې وکنې نو ستا مال به ميلاؤ شي۔ د مال د پتې معلومولو نه پس امانت کيښودونکي د هٰغه خُراساني نه پوښتنه اوکړه چي: تۀ خو ډير نيک اِنسان وې نو دلته څنګه راورسيدې؟ هغه ووئيل: زما ځينې خپلوان پۀ خُراسان کښې وو د کومو سره چې ما رشته پريښودې وه، پۀ داسې حالت کښې زۀ مړ شوم، د دې پۀ سبب الله پاک ما له دا سزا راکړه او دې مقام ته يې را اورسولم۔ ([1])
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے۔ هغوئي به خلقو له دَرس ورکولو، يوه ورځ هغوئي خلقو ته حديثونه مبارک بيانول، پۀ دې کښې يـې وفرمائيل: هر قاطِعِ رحم (يعنې خپلولۍ ماتوونکے) دې زمونږ د محفل نه لاړ شي۔ يو ځلمے پاسيدو او د خپلې [د پلار