Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: اَلْزِمْ (ډير مبارک حالت دے) پۀ دې باندې ثابِت قدم اوسه۔ بيا يـې وفرمائيل: مُؤْمِنٌ نَوَّرَ اللَّهُ قَلْبَهٗ يعنې (حارثه هٰغه مؤمن بنده) دے چې الله پاک د هغه زړۀ (د ايمان پۀ نُور باندې) منور کړے دے۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د مسلمان بنده دا شان وي چې هغه جَنَّت او دوزخ هميشه د خپلو سترګو د وړاندې ساتي او کوم بنده چې دا عظيم کار کوي، که هر چرته وي، د خپل نظر تصور د جَنَّت نه هم نۀ لرې کوي او د دوزخ نه يـې هم نۀ لرې کوي، الله پاک داسې خوش قِسمته زړۀ د ايمان پۀ نُور باندې روښانه کوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې پۀ خپل ژوند کښې دا خبره نافِذ کړو چې * که ګرځو * ناست يو، ولاړ يو * پۀ کور کښې يو * پۀ دُکان کښې يو * پۀ کار کښې يو * د ارام پۀ وخت * چرته چې هم يو * پۀ کوم حالت کښې هم يو * چې پۀ هر حالت کښې يو، پکار دي چې د جَنَّت او د دوزخ تصور کوو۔ روايت دے: چې خلق پۀ يو محفل کښې کښيني او بيا پۀ خپل محفل کښې د جَنَّت او د دوزخ ذِکر اونکړي نو فرښتے وائي: دا خلق د 2 عظيمو څيزونو (يعنې جَنَّت او دوزخ) نه غافله شوي دي۔([2])
آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں سامان سو برس کا ہے، پَل کی خبر نہیں
کُوچ ہاں! اے بےخبر ہونے کو ہے کب تلک غفلت..! سحر ہونے کو ہے