Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai
د زده کيدو د پاره ميلاؤيږي۔ د ټولو نه وړومبے خو دې نصيحت ته توجه وکړئ کوم چې محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته وفرمائيلو چې لَا تَنْسَوُاا الْعَظِيمَتَيْنِ الجنّۃَ و النَّارَ دوه عظيم څيزونه مۀ هيروئ۔۔۔!! (1): جَنَّت (2): دوزخ۔
معلومه شوه چې د يو مسلمان شان داسې وي چې هغه جَنَّت او دوزخ هميشه د خپل نظر وړاندې ساتي * که هغه پۀ کور کښې وي، نو بيا هم هغه د جَنَّت او د دوزخ تصور کوي * که هغه پۀ دفتر کښې وي نو بيا هم د جَنَّت او د دوزخ تصور کوي * که هغه پۀ بازار کښې وي نو بيا هم هغه د جَنَّت او د دوزخ خيال ساتي * که پۀ سفر کښې وي نو بيا يـې هم ياد ساتي * غرض دا چې کامِل ايمان والا هغه دے کوم چې جَنَّت او دوزخ هميشه د خپلو سترګو د وړاندې ساتي، دا دواړه چرې هم نۀ هيروي۔
د چا زړۀ چې د ايمان پۀ نُور باندې منور شي
حضرت حارثه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، يو ځل بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه پوښتنه وکړه: کَیْفَ اَصْبَحْتَ یَاحَارِثَہ؟ اے حارثه! ستا پۀ کوم حال کښې سحر شو؟ عرض يـې وکړو: اَصْبَحْتُ مُؤْمِناً حَقًّا يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما پۀ داسې حال کښې سحر کړو چې ما پۀ الله پاک باندې رښتونے اِيمان لرلو۔ اوئې فرمائيل: د دې څۀ دليل دے چې تۀ رښتوني اِيمان والا يـې؟
بيا حضرت حارثه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل زړۀ حالت بيان کړو، پۀ هغې کښې يـې دا عرض هم وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما حالت دا دے چې لکه زۀ جَنَّت پۀ خپلو سترګو باندې وينم، جَنَّتيان د يو بل سره ملاقات کوي، هم داسې لکه چې زۀ دوزخ هم پۀ سترګو وينم چې هغوئي چغې سورې جوړې کړې دي۔