Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai

مدنی مذاکرہ ہے شریعت کا خزینہ                                                                             اَخْلاق کا، تہذیب کا، طریقت کا خزینہ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کيشن تعارف

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې Sirat ul Jinan Quran & Tafsir (صِرَاطُ الـجنان قرآن اينډ تفسير) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې *مکمل قرآنِ کريم * د اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلې ترجمۀ کنز الايمان * ډيره اسانه ترجمۀ کنز العرفان او * پۀ اسان انداز کښې ليکلے شوے تفسير صِرَاطُ الـجنان شامل دے۔ * قرآنِ کريم، ترجمه او تفسير پۀ آډيو (Audio) کښې هم اوريدے شئ۔ * هره ورځ تلاوت کيدونکي سورتونه بيل جمع کړے شوي دي * د مَدَني چينل تفسيرِ قرآن او مختلف قرآني پروګرامونه هم د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ اسانۍ سره کتے شئ * نور دا چې قرآني آيتونه، ترجمه او تفسير پۀ وټس ايپ (Whats App)، پۀ فيس بُک (Facebook) وغيره باندې د خپلو دوستانو سره شيئر کولے هم شئ۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، عِلمِ دِين زده کړئ او نورو ته د رسولو سره د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم حاصل کړئ۔ 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر اتوار پۀ شپه اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې خالي پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس (تقريباً 8:30 منټ) پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي،