Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai
به د قيامت پۀ ورځ هغه پۀ امن کښې ساتم۔ ([1])
میرا نازُک بدن جہنَّم سے اَزْ طُفیلِ رضا بچا یارَبّ!
کر دے جَنَّت میں تُو جَوار اُن کا اپنے عطارؔ کو عطا یارَبّ!([2])
الله پاک دې مونږ ته د الله پاک نه د ويريدو، د قيامت نه د ويريدو، د دوزخ نه د ويريدو دولت راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مَدَني مذاکره
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيکو کولو او د ګناهونو نه د نفرت د جذبې حاصلولو او د الله پاک د ويرې حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د د دِين او د دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره مَدَني مذاکره هم ده۔
اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د د دې وخت عظيم عالم او روحاني شخصيت بلکې کامِل ولي دے، هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د ماسخوتن د نـمونځ نه پس مَدَني مذاکره فرمائي، يعنې د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د هغوئي نه د تفسير، حديث، شريعت، طريقت وغيره پۀ مختلفو موضوعاتو باندې پوښتنې کوي، اميرِ اهلِسُنَّت د هغوئي د پوښتنو جوابونه ورکوي۔ هفته واره مَدَني مذاکره پۀ مَدَني چينل باندې نيغ پۀ نيغه (Live) ښودلے شي۔ مَدَني مذاکره د عقيدو او د اعمالو د اِصلاح بهترينه