Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai
چې بس هر وخت هم دا اواز کوه: اے خلقو! دوزخ۔ اے خلقو! دوزخ۔ اے خلقو! دوزخ۔ ([1])
لکه چې حضرت اَبُو الجَوزَاء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې نه ښۀ خبر وو چې که د خلقو پۀ زړونو کښې د دوزخ ويره پيدا کړے شي نو صرف يو کَس نۀ بلکې ټول قوم د نيغې لارې مسافر جوړيدے شي۔
مونږ له پکار دي چې پۀ خپل ځان باندې هم چرته غور وکړو، څومره کرته داسې کيږي چې لږه شان د الله پاک نه ويره مونږه ولړزوي او مونږ ګناهونه هير کړو او نيکې لارې ته راشو۔ غور وکړئ * آيا د جنازې پۀ ليدو پۀ خُله باندې کلمه مبارکه نۀ جاري کيږي * ناڅاپه چې زلزله راشي نو آيا خلق ګناهونه نۀ پريږدي او د کلمه طيبه ذِکر نۀ شروع کوي * بلکې پۀ حقيقت کښې نۀ، صرف پۀ خوب کښې چې چرته قبر وويني، د قبر څۀ وحشت ناک منظر وويني، د قيامت د وحشت پۀ باره کښې څۀ خوب وويني نو تر ډيرو ورځو پورې يـې هٰغه منظر د سترګو نه نۀ اخوا کيږي، مونږ که چا ته هٰغه خوب بيان کړو او که بيان يـې نۀ کړو، البته پۀ زړۀ کښې چرته نا چرته د هٰغه خوب اثر ضرور وي او د هٰغه اثر پۀ وجه د ګناهونو طرف ته پۀ تللو زمونږ ښپې ړچيږي۔
د دې نه اندازه ولګوئ چې کله د قيامت پۀ باره کښې د يو خوب دا اثر وي نو که د الله پاک نه دا ويره زمونږ پۀ زړونو کښې کښيني نو د دې به څومره فائدې ميلاؤيږي۔
(1): رسُولِ اکرم ، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ ورځ باندې به ټولې سترګې ژړيدونکې وي خو درې سترګې به نۀ ژاړي، پۀ هغې کښې يـې يوه سترګه هٰغه هم وشميرله کومه چې د الله پاک د ويرې نه په دنيا کښي ژاړي۔([2])