Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai

ډيرو ماشومانو هغوئي پۀ خپله ولقه کښې واخستو، پۀ کومو کښې چي د هغوئي هٰغه لور هم وه، هغه د هغوئي خوا له راغله، هٰغه اژدها يـې چې ووهله نو هغه وتښتيده او بيا هٰغه لور د هغوئي پۀ غيږه کښې کيناسته، هغې ورته  ته ووئيل چې بابا جانه! دا اژدها پۀ اصل کښې ستاسو بد اعمال وو او هٰغه بوډا کَس د کوم پۀ خوا چې تاسو راتيريدلۍ، هغه ستاسو ښۀ عمل وو، تاسو د بدو اعمالو پۀ ذريعه دا دومره کمزورے کړو چې پۀ دۀ کښې ستاسو د بدو اعمالو د مقابلې کولو طاقت نۀ دے پاتې، لهذا تاسو د الله پاک پۀ بارګاه کښې توبه وکړئ او ځان د هلاکت نه د بچ کولو کوشش وکړئ۔

د دې خوب د ليدو نه پس حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوب نه رابيدار شو نو هغوئي رښتونې پخه توبه وکړه او نيک اعمال يـې شروع کړل، تر دې پورې چې الله پاک هغوئي د ولايت اوچتې مرتبې ته ورسولو۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل د لږ ساعت د قيامت ويره، کومه چې د خوب ليدو پۀ ذريعه پۀ زړۀ کښې راغله، دې د قيامت ويرې د حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ژوند بدل کړو۔

نۀ ويريدل ګناه ده

   ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ ويريږو۔ ياد ساتئ چې د الله پاک د پټ تدبير نه بے ويرې کيدل (يعنې پۀ خپل موجوده حالت باندې مطمئين اوسيدل) ډيره د نقصان خبره ده۔ صحابئ رسول حضرت عمَّار بن ياسِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: * د الله پاک د رحمت نه مايوسه کيدل * د الله پاک د مدد نه نا اُميده کيدل * او خپل ځان د الله پاک د پټ تدبير نه محفوظ ګڼل پۀ لويو ګناهونو کښې ډير لوي ګناهونه دي۔ ([2])


 

 



[1]... الروض الریاحین، صفحہ:157 -158 خلاصۃً۔

[2]... مکارم الاخلاق للطبرانی، صفحہ:217، رقم:125۔