Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai
زمونږ پۀ فِطرت کښې موجود دي: (1): اُمِّید (2): ويره۔ د حکمت خبره دا ده چې زياتره خلق د ويريدو پۀ ذريعه خبره خو اومني، د اُميد پۀ ذريعه يـې نۀ مني۔ د مثال پۀ توګه ډاکټران صاحبان مونږ ته د ډيرو څيزونو فائدې ښائي * مڼې خورئ! دا فائده به وي *اَنار خورئ! دا فائده به وي۔ آيا مونږ د هغوئي خبره منو؟ نۀ يـې منو۔ ډير لږ خلق يـې مني۔ خو چې کله ډاکټران صاحبان مونږ ويروي: * فلانکے څيز مۀ خوره، ګنې نو بيماري به دې زياته شي۔ بيا خلق پرهيز کوي۔
معلومه شوه چې زمونږ پۀ فِطرت کښې دا خبره شامله ده چې مونږ چي ويريږو نو ډيره زر خبره منو.
د حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د توبې واقعه
حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي ولئ کامِل دے، د توبه کولو نه مخکښې هغوئي د نشې عادت لرلو، هغوئي يو ځل د قيامت يو وحشت ناک خوب وليدو، هغه د هغوئي د توبې سبب جوړ شو، هغوئي توبه کړه او د ولايت اوچتې مرتبې ته ورسيدو۔ هٰغه خوب څۀ وو؟ پۀ کتابونو کښې ليکلي شوي دي چي: د هغوئي يوه لور وه، هغوئي د هغې سره ډيره مينه کوله۔ د هغوئي هٰغه لور وفات شوه۔ د لور د وفات نه پس هغوئي يوه ورځ خوب وليدو، څۀ ګوري چې د قيامت خطرناک منظر دے، هغوئي د خپل قبر نه راوتلو، ورسره يوه لويه اژدها هم د قبر نه راوتله او پۀ هغوئي پسې ورپسې شوه، هغوئي د هغې اژدها دويري نه منډه کړه، هٰغه اژدها هم پۀ هغوئي پسې ورتيزه شوه، هغوئي پۀ منډه منډه د يو کمزوري بوډا خوا له ورسيدو،هغۀ ته يې اواز وکړو چې ما د دې اژدها نه بچ کړئ! خو هٰغه بوډا جواب ورکړو چې زۀ کمزورے يم، زۀ تاسو د دې نه نشم بچ کولے۔ حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ منډه منډه يو غر ته وختو، هلته څپرونه او خيمې لګيدلې وې، ناڅاپه يو اواز راغلو: دا نا اُميده د دښمن خُلې ته د تلو نه مخکښې پۀ خپله ولقه کښې واخلئ! نو