Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai

Book Name:Dar Sunana Sunnat e Anbiya Hai

اطلاع راکړي، داسې ډاکټر مونږ بد ګڼو که ښۀ يـې ګڼو؟ يقيناً چې ښۀ يـې ګڼو ځکه چې هغه مونږ د مخکښې نه د خطرې نه خبروې ۔

هم داسې مخکښينو * انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام هم خلقو ته ويره اورولې ده *آخري نبي، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم خلقو ته ويره اورولې ده * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم ويره اورولې ده * اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم هم ويره اورولې ده *علمائے کرامو هم ويره اورولې ده  نو دا ويره اورول هسې نۀ دي، د قبر کنده زمونږ مخې ته موجود ده * قيامت راتلونکے دے * د قيامت منظر ډير وحشتناک دے، ضرور به راځي *دوزخ ډير خطرناک دے او واقعي چې دے۔  لهذا چې څوک مونږ ته د قبر ته د کوزولو نه مخکښې د قبر حالات بيانوي * قيامت ته د رسيدو نه مخکښې د هٰغه ځائے حالات بيانوي، هغوئي خو ښۀ کوي چې قبر ته د کوزيدو نه هُم مخکښې مونږ د ټولو خطرو نه خبروي۔

لهذا چې څوک مونږ ويروي، کله راته د الله پاک  ويره  بيانوي * کله راته د دوزخ ذِکر کوي * کله راته د قيامت وحشت ناک منظر بيانوي، د داسې خوش قِسمته او د حکمت نه د کار اخستونکي مبلغ شکريه ادا کول پکار دي چې هغه مونږ د مخکښې نه خبر کړي يو۔

د الله پاک ويره اورول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې څوک مونږ ته د الله پاک نه د ويريدو والا خبرې کوي نو پۀ هغۀ باندې د اعتراض کولو پۀ ځائے، د دې وئيلو پۀ ځائے چې دۀ ته وګوره! مولا صاحب خو بس ويرول کوي، مونږ له پکار دي چې مونږ د هغۀ خبره واورو، پۀ زړۀ کښې يـې کښينوو او پۀ زړۀ کښې د خوف خدا زياتولو والا جوړ شو۔

تاسو قرآنِ کريم ولولئ چې څومره انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام هم تشريف راوړے دے، ټولو د خلقو د ويرولو د پاره تشريف راوړے وو، البته! چې کله انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ويرول کول نو مخامخ خلق دوه قِسمه شو۔ زۀ د قرآنِ کريم پۀ رڼا کښې د دې دواړه قِسمه خلقو